IQNA

د غزې  د قرآن زده کونکو  ستاینه او قدرونه  وشوه(فیلم)

10:35 - April 08, 2024
د خبر لمبر: 3489017
ایکنا – د غزې تړانګې په شمال کې د کډوالو په یوه مرکز کې د قرآن کریم د حفظ او تلاؤت د زده کړې د پلان د دورې له ترسره کولو وروسته د قرآن کریم د قاریانو او حافظانو د یوې نوي ډلې ستاینه او قدرونه وشوه.

ایکنانیوز د الجزیره له قوله راپور راکړ، د غزې تړانګې په شمال کې د  کډوالو په یوه مرکز کې د قرآن کریم د  حافظانو او قاریانو یوه نوي ډله  د قرآن کریم د حفظ او تلاؤت د زده کړې د طرحې  له ترسره کولو وروسته  فارغ التحصیل شوه.

 په غزې تړانګې کې د جنګ له دوام او په غزې  کې د وحشي صهیونیسټي رژيم له جنایتونو، لوږې  او دهغوي له کډوالۍ سره سره دغزې خلک هماغه شان  په مختلفو عمرونو کې د قرآن کریم د حفظ، زده کونې  او له قرآن سره پر تمسک ټينګار کوي.

 د خداي د آسماني کتاب یوه حافظ ددې خبرې په تائيد سره چې  د کورنیو له  لاسه ورکولو  او  له سختو شرائطو سره سره  او په زغره ملاتړونو سره هماغه شان  د خداي د کتاب  حفظ او تلاؤت ته دوام ورکوي،ووئيل؛  مونږ  به د خپلو پلارانو په لاره ګام  کیږدو ،  هغه شهیدان چې  له مونږ مخکې موجود وو.

یوه بل حافظ  ووئيل، د قرآن  کریم  د حفظ طرحه ، په انجونو کې د قرآن زدکونکي ډير پلویانې لري  او  په دغو کسانو کې  مختلفې ډلې شاملې دي چې د قرآن کریم د یوې سپارې  له حافظانو رانیولې د ټول قرآن کریم  حافظان پکې شامل دي.

 

https://iqna.ir/fa/news/4208980

captcha